افغان رسنۍ به څنګه پرځان متکي شي
ننګرهاررسنیزکور ننګرهاررسنیزکور


افغان رسنۍ هم دبهرنیو رسنیو غوندې ۲۰۱۴م کال دافغانستان لپاره مهم ګڼي، نه یوازې، درسنیو په برخه کې بلکې په عمومي توګه دهېواد دټولو چارو په اړه ، په تېره چې کورنۍ او بهرنۍ رسنۍ دواړه د۲۰۱۴م کال لپاره بېدرېغه تبلیغات کوي. ددې لپاره چې په دغه کال به دافغان رسنیو دخودکفاتوب مسله څنګه وي، ننګرهارميډیا هاوس یو ګردی مېزرابللی و.

په دغه ګردي مېز کې دختیزو سیمو دوولس تنو خپلواکو خبریالانو اودژورنالیزم دچارو کارپوهانو ګډون درلود اودامسله یې په نسبتا تفصیل سره وڅېړله . په عمومي توګه دخبریالانونظر داو، چې افغان رسنۍ ځينې ضروري چارې ، چې باید ترسره یې کړي، نه یې ترسره کوي، لکه داعلاناتو پوره موندل، درسنیو محتوايي اړخ ته ډېرپام اړول، چې له امله به یې خلک اخیستو ته مجبورشي او ورسره درسنیوبڼې یا صحافت ته نه پاملرنه، دوی وویل ، دا درې مسلې ډېرمهمې دي، چې کله دلوستونکو باور په خپرونوموجود نه وي، خامخا کتونکي له لاسه ورکوي، چې دا دافغان رسنیو لپاره یو ستر زیان دی.

دمېزګډونوالو وړاندیځ وکړ، چې د۲۰۱۴م کال لپاره دې هومره تبلیغات هم ونه شي، چې ټول ولس په اندېښنه کې واچوي،ځکه چې داکال ښايي، یوازې داقتصادي او سیاسي فشارونو کال وي، نه له افغانانو نه دژونداخیستو کال. ځکه افغان ولس هغه وخت هم له منځه لاړنه شو، چې په هره سیمه کې جلا واکمني وه اویاترهغه وروسته داقتصادي تنګسو وختونه .

داګردی مېز درې ساعته روان واو په ترڅ کې یې دافغان رسنیو دخودکفاتوب یا پرځان بسیایینه وڅېړل شوه او مهم وړاندیځونه په کې مطرح شول.

 


 


November 28th, 2012


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
بیانات، پیامها و گزارشها